پاکستان په افغانستان ۱۵ ځله هوايي بریدونه کړي
د افغانستان خبري سرچینو ویلي چې پاکستان په تېر یو کال کښې د افغانستان بېلابېلې سیمې څو ځله په نښه کړې دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د «آمو» وېبسایټ نن چهارشنبه راپور ورکړی چې پاکستان په تېر یو کال کښې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو څه باندې ۱۵ هوايي او بېپیلوټه بریدونه کړي دي.همدا تېره جمعه پاکستان د افغانستان پر دوو ولایتونو برید وکړ چې په پایله کښې یې درې کسان ووژل شول؛ خو اسلاماباد ویلي چې په دغه برید کښې ۲۸ وسلهوال وژل شوي دي.آمو لیکلي چې د پاکستان په بریدونو کښې ۳۶۴ افغان ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په پاکستان کښې هم د وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي؛ هغه بریدونه چې اسلاماباد یې د جګړې د توجیه لپاره پلمه بولي.#افغانستان#پاکستان 12:23 - 1 مهر 1405