د پاکستان خارجه وزیر د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کښې له ښځو سره د طالبانو د لګېدلو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کښې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د ټولو لګېدلو محدودیتونو د لغوه کولو او همدارنګه په افغانستان کښې د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان په افغانستان کښې د څه باندې ۲۰ ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښمن دی.د دې وزارت په اعلامیه کښې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، طالبان په «ناسمو لومړیتوبونو او نیمګړو ایډیالوژیو» تورن کړي او ویلي یې دي چې دغه مسئله د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کېدو خنډ شوې ده.هغه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس له ډلې غوښتي چې طالبان وهڅوي څو له ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ مخه ونیسي، خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق مخه ونیسي.#افغانستان#طالبان #مسکو#گازوئیل
12:16 - 1 مهر 1405

23 بازدید