لندن طالبانو ته مخ کړ

انګلستان اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې همکارۍ به له بشري مرستو څخه اقتصادي همکاریو ته واړوي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د انګلستان ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په آنلاین لیدنه کښې له افغانستان سره د همکاریو د تدریجي لېږد په اړه د لندن له پلان څخه خبر ورکړ؛ چې له بشري مرستو څخه اقتصادي همکاریو ته به واوړي.انګلستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له طالبانو سره خپلې سیاسي اړیکې پرې کړې او خپل سفارت یې هم قطر ته ولېږداوه، خو له کابل سره یې تعامل ته دوام ورکړی دی.دغه انګلیسي ډیپلومات ویلي، انګلستان به د سوداګریزو اسانتیاوو او د تعرفو د کمولو له لارې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ وکړي. #افغانستان#طالبان
08:44 - 1 مهر 1405

1 بازنشر
44 بازدید