ایران په افغانستان کې د نساجۍ فابریکې جوړوي
ایران او طالبانو د کرهڼې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د طالبانو د کرهڼې وزیر عطاءالله عمري په افغانستان کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې د کرهڼې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، ایران ته د افغانستان د تخنیکي پلاوي پر سفر او ایران ته د غوښې او پنبهيي محصولاتو پر صادراتو خبرې وکړې.له دې مخکې د ایران او طالبانو چارواکو ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږي؛ خو اوس مهال د دواړو هېوادونو د راکړې ورکړې کچه ۳ میلیارد ډالره ده.طالبان وايي، د خصوصي سکتور د استازو په ګډون به د افغانستان تخنیکي پلاوی ژر ایران ته سفر وکړي. بیکدلي هم د ایران د کرنې وزارت او خصوصي سکتور له لوري د کرنې، مالدارۍ او په افغانستان کې د نساجۍ د فابریکو د جوړولو په برخو کې د همکاریو لپاره چمتووالی څرګند کړ.#افغانستان #طالبان 08:35 - 1 مهر 1405