د افغانستان د سیاحت قطب معلوم شو

د طالبانو چارواکي وايي، د هرات له تاریخي اختیارالدین کلا څخه شاوخوا ۷۰۰ بهرنیو وګړو لیدنه کړې ده.
د فارس خبري اژانس د افغانستان څانګې د راپور له مخې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ویلي چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۱ زره کسانو د اختیارالدین له تاریخي کلا څخه لیدنه کړې ده.د موجودو شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د بهرنیو سیلانیانو شمېر په کال کې له ۷۰۰ کسانو څخه تېر کال ۱۰ زرو ته لوړ شوی دی.د اعلان شویو شمېرو له مخې، ۱۰ زره او ۵۰ تنه کورني لیدونکي، شاوخوا ۷۰۰ بهرني سیلانیان او ۲۵۰ محصلان او زده‌کوونکي د اختیارالدین کلا لیدونکي وو.#افغانستان#طالبان
08:15 - 1 مهر 1405

1 إعادة النشر
42 من المشاهدات